د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د اهل تشیع علماوو شورا له مرستیال سره کتلي.

0
102

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د اهل تشیع علماوو شورا له مرستیال سره کتلي.

24 فبروري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست ملاخیرالله خيرخواه په خپل کاري دفتر کې د شيعه علماوو شورا له مرستیال استاذ محمداکبري سره وکتل.

 

په پيل کې سرپرست وزیر خيرخوا، استاد اکبري ته تر ښه راغلاست ويلو وروسته وویل، افغانستان د ټولو ګډ کور دی، په ګډه به یې جوړوو.

 

نوموړي زیاته کړه، چې خپلمنځي اختلافات د ملت او هیواد پخير نه دي، د اسلامي امارت تر حاکمیت مخکې دلته د سمت، ژبي او قوم په نامه پراخ اختلافات وو، خو خوشبختانه چې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته په بشپړه توګه له منځه تللي او اوس په کار ده چې د دې نظام د بقاء او ملت د هوساينې لپاره په ګډه کار وکړو.

 

د شيعه علماوو شورا مرستیال استاد محمداکبري وويل، چې موږ د اسلامي امارت پوره ملاتړي يو او اهل تشيع له هيچا سره ستونزه نلري.

اړوند موضوعات

د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال او مل پلاوي کابل کې د اهل تشیع هیوادوالو یوه غونډه کې ګډون کړی.

 

نوموړي زیاته کړه، څوک چې د خپلمنځي اختلافاتو تازه کولو ته لمن وهي، مخنيوی دې يې وشي.

Leave a reply