د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال او مل پلاوي کابل کې د اهل تشیع هیوادوالو یوه غونډه کې ګډون کړی.

د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال او مل پلاوي کابل کې د اهل تشیع هیوادوالو یوه غونډه کې ګډون کړی.
22 فبروري 2023
د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت لومړي مرستيال مولوی محمد نبي عمری او ورسره مل پلاوي د کابل ښار د اهل تشیع هیوادوالو په غونډه کې ګډون وکړ.
د کورنیو چارو لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري د یادې غونډې برخوالو ته د خپلې وینا په ترڅ کې وویل: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، هر افغان په دې مشترک کور کې د هوسا آو آرام ژوند حق لري.
نوموړی همدا راز وویل اسلامي امارت په مجموع کې د دې ځوریدلي ولس د هوساينې او خدمت هوډ لري، دښمن که د دې متحد ولس د متفرق کولو کوښښ کوي مونږ مسؤلیت لرو چې د ملي وحدت په احیاء کولو په متحدانه ډول د خپل ولس او هیواد خدمت وکړو.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء اداري مرستیال نن ورځ له یو شمیر اهل تشیع علماؤ او مشرانو سره وکتل.
نوموړي زیاته کړه چې اسلامي امارت خپل ولس او هیواد ته د وحدت او یو والی پیغام لري. زمونږ وحدت او یوالی زمونږ د بریا او برياليتوب ضامن دی.






