د بغلان سیندیزې حوزې مسؤلینو د اوبو له سرچینو د ګټې اخیستونکو شرکتونو له استازو سره کتلي.

0
78

د بغلان سیندیزې حوزې مسؤلینو د اوبو له سرچینو د ګټې اخیستونکو شرکتونو له استازو سره کتلي.

20 مارچ دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بغلان ولایت د سیندیزې حوزې مسؤلینو د اوبو له سرچینو څخه د ګټې اخیستونکو شرکتونو له استازو سره کتلي.

 

په یاده لیدنه کې د سیندیزې حوزې مسؤلینو له لورې ورته سپارښتنه وشوه، چې له اوبو څخه د ګټې اخیستنې کړنلارو سره سم خپل کارونه پرمخ یوسي او هغه شرکتونه چې جواز نه لري او یا یې د جوزا موده تېره شوې وي، د خپلو جوازونو موده دې وغځوي.

اړوند موضوعات

د کنړ او بغلان سیندیزو حوزو مسؤلینو د FGA او ASIO موسسو له استازو سره خبرې اترې کړي.

 

همدا راز د یاد وزارت په یو بله خبرپاڼه کې راغلي چې د لوګر ولایت به برکي برک ولسوالي کې د چلوزیو کانال د پاکاري چارې د HRDA موسسې په مالي ملاتړ د لوګر سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پیل شوې.

Leave a reply