د کنړ او بغلان سیندیزو حوزو مسؤلینو د FGA او ASIO موسسو له استازو سره خبرې اترې کړي.
د کنړ او بغلان سیندیزو حوزو مسؤلینو د FGA او ASIO موسسو له استازو سره خبرې اترې کړي.
28 فبروري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د کنړ سیندیزې فرعي حوزې رئيس ملا دوست محمد حنفي د FGA موسسې د ختیځ زون له مسؤل نجیب الله ثاقب او ورسره مل تخنیکي ټیم سره وکتل.
په یاده لیدنه کې، په کنړ ولایت کې د اوبو د غوره مدیریت په هکله بحث او د اندونو تبادله ترسره شوه.
او همدا راز د بغلان سیندیزې حوزې رئيسمولوي محب الله د ASIO موسسې له مسؤل سره وکتل او د یو شمېر پروژو په هکله بحث او د اندونو تبادله ترسره کړه.
اړوند موضوعات
په یاده ناسته کې، د یادې موسسې مسؤل ژمنه وکړه چې د بغلان ولایت په پلخمري، فرنګ او بغلان مرکزي ولسوالیو کې به د یو شمېر پروژو چارې پیل کړي.