اوبو او انرژي وزارت: د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د سویډن کمېتې او د FAO دفتر له استازو سره کتلي.

اوبو او انرژي وزارت: د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د سویډن کمېتې او د FAO دفتر له استازو سره کتلي.
25 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس انجنیر رفیع الله مجتبی د سویډن کمېټې د آبادي پروژې له مسؤل انجنیر مسعود شریفي او د FAO دفتر له استازي سره وکتل.
خبر زیاتوي په یاده ناسته کې، رئیس مجتبی د یادې کمېتې له مسؤل څخه د اوبو د مدیریت په برخه کې د نوي پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.
په ورته مهال، د یادې کمېټې مسؤل وویل چې دوی په راتلونکي کانال کې د کندز ولایت په علي آباد، خان آباد او چهار درې ولسوالیو کې به د کانالونو پاک کاري، د استحکامي دیوالونو، چکډمونو او ګبیوني تحکیماتو پروژې پلي کړي.
اړوند موضوعات
اوبو او انرژۍ وزارت: د بغلان ولایت په دریو ولسوالیو کې سولر سیسټمونه نصب شول.
همدغه راز، د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې رئيس د FAO دفتر له استازي سره د چارو د غوره پرمخ وړلو او اړینو همغږیو د رامنځته کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.





