اوبو او انرژۍ وزارت: د بغلان ولایت په دریو ولسوالیو کې سولر سیسټمونه نصب شول.

اوبو او انرژۍ وزارت: د بغلان ولایت په دریو ولسوالیو کې سولر سیسټمونه نصب شول.

21 جنوري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د بغلان سیندیزې حوزې د مسؤلینو په همغږۍ او د آغاخان دفتر په مالي ملاتړ په دوشي، پلخمري او بغلان مرکزي ولسوالیو کې سولر سیسټمونه نصب شول.

 

د یادو سولر سیسټمونو په نصبولو سره کابو ۴۶ هکتاره کرنیزه ځمکه به خړوبه او ۸۷ کورنۍ به د کرنې په برخه کې ورڅخه ګټه پورته کړي.

 

همدارنګه د بغلان سیندیزې حوزې رئيس د یاد ولایت د اقتصاد له رئيس ، د ACTED او ICO موسیسو له مسؤلینو سره د منظور شویو پروژو د غوره پلي کولو په هکله د همغږي ناسته ترسره کړه.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ کابل او نورو ځایونو کې د څښاک اوبو د ستونزو د حل لپاره غونډه جوړه شوه.

 

په یاده ناسته کې د پروژو د پلي کولو پر څرنګوالي او د اړوندو ادارو ترمنځ پر لازمې همغږي باندې بحث او د اندونو تبادله وشوه.