د تشکیلاتو او معاشاتو د کمیسیون غونډه د ا.ا لوړرتبه مسؤلینو او د مشرتابه د دفتر استازو په ګډون ترسره شوی.

0
48

د تشکیلاتو او معاشاتو د کمیسیون غونډه د ا.ا لوړرتبه مسؤلینو او د مشرتابه د دفتر استازو په ګډون ترسره شوی.

20 مارچ دوشنبه 2023

 

د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غونډه تیره ورځ د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اسلامي امارت د مشرتابه شیخ هبة الله اخندزاده په لارښوونه، د پخوانۍ غونډې په دوام ترسره شوه.

 

دغه غونډه د تشکيلاتو او معاشونو کمېسيون غړو او د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه مقام دفتر استازي مولوي احمد جان بلال، د اقتصاد وزارت سرپرست او د اقتصادي کمېسيون استازي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، د ماليې وزارت د ګمرکونو مرستيال او د هغه وزارت تخنيکي او مسلکي متخصيصينو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازي، د افغانستان د صنعت برخې استازي ، د صنايعو او کانونو خونې رئيس، د کسبه کارانو خونې سرپرست، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رئيس، د افغانستان د غاليو ټولنې مديره پلاوي مرستيال او د خصوصي سکتور په ګډون ترسره شوه.

 

په دې غونډه کې پر صادراتو د مالياتو تخفيف، په زونونو کې د پاسپورټونو وېش زمينې برابرولو او د سوداګرو او صنعتکارانو د ويزو مشکل حل، له پنځو کلونو څخه په يو کال کې د شرکتونو د ارزونې تعديل، په قراردادي برخو ماليات او د صنعتکارانو انتفاعي ماليات، د کوچنیو فابريکو پر عايداتو د مالياتو تخفيف، په اړوندو ولایتونو کې د شرکتونو دوسيو ارزونه او لېږد، په اړينو ځايونو کې د سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د اسان خدمت مرکزونو او واحد چتر جوړولو په اړه هر اړخيز بحث او لازم تصميمونه ونيول شول.

اړوند موضوعات

د تشکیلاتو او معاشاتو کمیسیون غونډه کې د کرنې او پوهنې وزارتونو پر تشکیلاتو او د نوي کال پر بودجه هر اړخیز بحث ترسره شوی.

 

په پای کې د سوداګریزو، مالياتي او جوازونو اخيستو چارو روښانه کېدو او پېچلتياوو حل لپاره تخصصي کمېټې ته دنده وسپارل شوه، ترڅو موضوع په هر اړخيز ډول وارزوي او راتلونکې غونډې ته يې وړاندې کړي.

Leave a reply