د تشکیلاتو او معاشاتو کمیسیون غونډه کې د کرنې او پوهنې وزارتونو پر تشکیلاتو او د نوي کال پر بودجه هر اړخیز بحث ترسره شوی.

د تشکیلاتو او معاشاتو کمیسیون غونډه کې د کرنې او پوهنې وزارتونو پر تشکیلاتو او د نوي کال پر بودجه هر اړخیز بحث ترسره شوی.
19 مارچ یکشنبه 2023
د ریاست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ تیره ورځ د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسيون غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې د معاشونو او تشکیلاتو د تنظیم کمېسیون پر غړو سربېره د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او پوهنې وزارتونو باصلاحیته استازو حضور درلود.
یاد غونډه کې د ۱۴۰۲ کال د مالي پلان، بودجې او تشکیلاتو ترڅنګ د یادو ادارو د تېر کال کړنې او لاسته راوړنې وڅېړل شوې او په اړه یې هر اړخيز بحث وشو.همداراز ټینګار وشو چې ادارې دې له تشکیلاتي پړسوب او وظیفوي تداخل ډډه وکړي او مسلکي برخو ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.
اړوند موضوعات
په پای کې د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسیون د دغو ادارو د ۱۴۰۲ کال د تشکیل، بودجې او مالي پلان په اړه لازم تصمیمونه ونیول.





