د تشکیلاتو او معاشاتو کمیسیون غونډه کې د مالیاتو په راټولولو، اوسنیو اصولو او اسانتیاوو هر اړخیز بحث ترسره شوی.

د تشکیلاتو او معاشاتو کمیسیون غونډه کې د مالیاتو په راټولولو، اوسنیو اصولو او اسانتیاوو هر اړخیز بحث ترسره شوی.
16 مارچ پنشنبه 2023
د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غونډه تیره ورځ د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ ترسره شوه.
دغه غونډه د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غړو او د اسلامي امارت د مشرتابه مقام دفتر استازي مولوي احمد جان بلال، د اقتصاد وزارت سرپرست قاري صاحب دين محمد حنيف او د اقتصادي کمېسيون باصلاحيته استازي، د ماليې وزارت مرستیال مولوي حمدالله زاهد او د هغه وزارت څو تنه متخصصينو، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال، د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازي خان جان الکوزي، د افغانستان د صنعت برخې استازي عزيز احمد مومند او د خصوصي سکتورونو استازو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې، د مالياتو راټولولو اوسنيو اصولو څرنګوالی او د مالياتو برخه کې سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کول وارزول شول او پرې هر اړخيز بحث وشو.
اړوند موضوعات
د معاشاتو او تشکیلاتو کمیسیون غونډه کې د سترې محکمې او طبي شورا پر تشکیلاتو او بودجې بحث ترسره شوی.
همداراز د افغانستان د سوداګرو په استازيتوب د خصوصي سکتور ګډون کوونکو استازو څخه نظر واخيستل شو او په پای کې د حل او لا زياتې روښانتیا لپاره موضوع تخصصي کمېټې ته وسپارل شوه، ترڅو موضوع په هر اړخيز ډول وڅېړي او د نهايي تصميم نيولو لپاره پايله د اداري کمېسيون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.





