د افغاني سرې میاشتې سرپرست د قطر د سرې میاشتې له سکرتر جنرال سره پر بشري مرستو او نورو موضوعاتو خبرې اترې کړي.
د افغاني سرې میاشتې سرپرست د قطر د سرې میاشتې له سکرتر جنرال سره پر بشري مرستو او نورو موضوعاتو خبرې اترې کړي.
16 مارچ چهارشنبه 2023
د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې د یاد ټولنې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص د قطر د سرې میاشتې د سکرتر جنرال فيصل محمد العمادي ترمنځ دوحه کې د بشري مرستو، د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې، حرفوي زده کړو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د قطر له سرې میاشتې او حکومت څخه له افغاني سرې میاشتې سره په بېلابېلو برخو کې د پرلپسې مرستو او همکارۍ د مننې ترڅنګ د افغاني سرې میاشتې پلاوی ته دوحې ته د سفر او د یو شمېر سفارتونو او خیریه ټولنو له مسؤلینو سره لیدنو ته د لارې د هواري مننه هم وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې د قطر سره میاشت به له افغانستان سره خپلې بشري مرستې روانې وساتي.
نوموړي وویل “زمونږ هیله ده د قطر سره میاشت په افغانستان کې د بې سرپرستو او یا نورو ته د مرستې لپاره لاس غځوونکو کورنیو د اقتصادي ستونزو حل کولو کې افغاني سرې میاشتې ته د مرستې او همکارۍ لاس ورکړي؛ ترڅو افغاني سره میاشت دوی ته د حِرفوي زده کړو مرکزونه جوړ کړي او له دې لارې وکړای شي پر خپلو لاسونو د خپلو کورنیو کفالت وکړای شي”.
همدا ډول د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د قطر له سرې میاشتې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې په برخه کې همکاري او مرسته وغوښته.
د قطر د سرې میاشتې د سکرتر جنرال ښاغلي فيصل محمد العمادي له لوري د همکارۍ د ډاډ ترڅنګ د حِرفوي زده کړو د مرکزونو په برخه کې هم د مرستې ډاډ څرګند شو.
فیصل محمد العمادي وویل “مونږ د افغاني سرې میاشتې پر کړنو او شفافیت بشپړ باور لرو او د همدې اعتماد او ورورۍ پر بنسټ په روان سخت وضعیت کې د افغاني سرې میاشتې تر څنګ ولاړ یو او د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې د برخې ترڅنګ به د حِرفوي زده کړو او بې سرپرستو کورنیو په برخه کې هم لازمه همکاري وکړو”.
اړوند موضوعات
د افغاني سرې میاشتې سرپرست رئیس د سینګاپور د سرې میاشتې له جنرال سکرتر سره پر بشري مرستو خبرې کړي.
نوموړي وویل “له افغاني سرې میاشتې سره پیل کړې پروژې روانې ساتو او هڅه کوو له همدې لارې په افغانستان کې نوې پروژې پیل کړو”. نوموړي وویل “د راتلونکې روژې په مناسبت افغانستان کې یو شمېر پروګرامونه لرو، چې له افغاني سرې میاشتې په همغږۍ به یې ترسره کړو”.