د افغاني سرې میاشتې سرپرست رئیس د سینګاپور د سرې میاشتې له جنرال سکرتر سره پر بشري مرستو خبرې کړي.
د افغاني سرې میاشتې سرپرست رئیس د سینګاپور د سرې میاشتې له جنرال سکرتر سره پر بشري مرستو خبرې کړي.
16 مارچ پنشنبه 2023
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص او د سینګاپور د سره صلیب د سکرتر جنرال بینجامن جي ویلیم ترمنځ دوحه کې د ګډو همکاریو، بشري مرستو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه.
د ناستې په پیل کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د سینګاپور له سره صلیب مننه وکړه، چې د افغاني سرې میاشتې له لارې یې له افغانانو سره مرستې کړي.
نوموړي د افغاني سرې میاشتې پر روغتیایي خدماتو، بې وزلو کورنیو سره پر مرستو، د رواني ناروغانو د پالنې، ساتنې او درملنې پر مرکزونو او را روانو فعالیتونو له وضاحت وروسته وویل “افغاني سرې میاشتې تېر کال د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنې ته دوه میلیون ډالر بودیجه ځانګړې کړې وه، خو د ناروغانو د شمېر د ډېرښت له امله اوس ډېر لګښت ته اړتیا ده، خو افغاني سره میاشت د لازم لګښت او امکاناتو د کمښت له امله د ټولو ناروغانو د درملنې وس نه لري؛ اړینه ده په دې برخه کې ملي ټولنې د همکارۍ لاس ورکړي”.
مولوي مطیع الحق خالص وویل “افغاني سرې میاشتې په تېر شاوخوا یو کال کې د رضاکارانو په لاس نېږدې درې سوه زره کورنیو ته نغدي او د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې رسولي”.
ناسته کې د سینګاپور د سره صلیب سکرتر جنرال بینجامن جي ویلیم د افغاني سرې میاشتې د رضاکارانو د بهیر، روغتیایي خدماتو او نورو خدماتو د ستاینې ترڅنګ په افغانستان کې د افغاني سرې میاشتې له لارې د تېر په څېر د بشري مرستو برخو کې فعالیت ته لیوالتیا وښوده او ژمنه یې وکړه، چې له افغاني سرې میاشتې سره د هوکړه لیک له ترلاسه کولو وروسته به د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو او رواني نارغیو د درملنې او یو شمېر نورو برخو لپاره په خپل هېواد کې د انلاین مرستو راټولولو بهیر پیل کړي”.
اړوند موضوعات
نوموړي وویل “هوډ لرو افغانستان ته یو شمېر کارکوونکي ولېږو او د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو او اړتیاو له نېږدې له لیدلو وروسته به له یو شمېر خیریه ټولنو مرسته راجلب او د افغانامو غږ تر مرسته کوونکو ورسوي”.