د افغاني سرې میاشتې سرپرست دوحه کې د افغانستان لپاره د جنوبي کوریا شارژدافیر سره پر بشري مرستو خبرې کړي.
د افغاني سرې میاشتې سرپرست دوحه کې د افغانستان لپاره د جنوبي کوریا شارژدافیر سره پر بشري مرستو خبرې کړي.
13 مارچ دوشنبه 2023
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص او د افغانستان لپاره د جنوبي کوریا شارژدافیر مون سنګ هان د قطر پلازمینه دوحه کې له افغانستان سره د بشري مرستو، دوه اړخیزې همکارۍ او پیاوړو اړیکو پر موضوعاتو ناسته ترسره کړه.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د افغانستان سره د جنوبي کوریا له کړو بشري مرستو د مننې په ترڅ کې د نورو مرستو غوښتنه وکړه.
نوموړي وویل “افغانستان کې دا مهال د رواني ناروغانو او بې سرپرسته وګړو لاسنیوي ته سخته اړتیا ده؛ ترڅو د دوی ساتنه او پالنه وشي؛ همدا ډول بې سرپرسته کورنیو ته حِرفوي زده کړې کولی شي دوی له بېوزلۍ وژغوري”.
نوموړي د جنوبي کوریا له شارژدافیر وغوښتل، چې دې برخو کې افغاني سرې میاشتې ته لاس ورکړي او خپلې مرستې جاري وساتي.
د جنوبي کوریا شارژدافیر ښاغلي مون سنګ هان ډاډ څرګند کړ او ژمنه یې وکړه، چې افغانستان سره به مرستې روانې وساتي او بېوزلو کورنیو ته به د حِرفوي زده کړو برخه کې لازمه همکاري کوي.
اړوند موضوعات
نوموړي وویل “مونږ د تېر په څېر د افغاني سرې میاشتې تر شا ولاړ یو او هڅه به وکړو، چې مرسته کوونکو بنسټونو ته د افغانانو انځور او د مرستو اړتیا ور وړاندې کړو”.