د افغاني سرې میاشتې سرپرست دوحه کې د افغانستان لپاره د نیدرلینډ له سفیر سره د بشري مرستو په تړاو خبرې کړي.
د افغاني سرې میاشتې سرپرست دوحه کې د افغانستان لپاره د نیدرلینډ له سفیر سره د بشري مرستو په تړاو خبرې کړي.
11 مارچ شنبه 2023
د افغاني سرې میاشتې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ټولنې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص د افغانستان لپاره د نیدرلینډ د سفیر ایمیل ډیبونټ سره د افغانستان لپاره پر بشري مرستو دوحه کې خبرې اترې شوي.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس وویل “مونږ له نړیوالو غواړو، چې بشري مرستې په سیاست پورې ونه تړي او له کوم سیاسي لیدلوري پرته دې د افغانستان له بېوزلو وګړو سره مرستې وکړي”.
نوموړي وویل “ډېری افغانان د څو لسیزو جګړو له امله په رواني او فزیکي ناروغیو اخته شوي، اوس یې وخت دی چې لاسنیوی یې وشي او پوره پاملرنه ورته وشي”.
ناسته کې د افغانستان لپاره د نیدرلینډ سفیر ایمیل ډیبونټ د افغاني سرې میاشتې د خدماتو ستاینه وکړه او د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو هیله یې وښوده.
نوموړي وویل ” دوی به له افغاني سرې میاشتې سره خپلې مرستې روانې وساتي او اړینه ده نړیوال په بشري مرستو کې افغانستان هېر نکړي”.
اړوند موضوعات
نوموړي وویل ده د نیدرلینډ له ولسي جرګې د افغانستان لپاره ۴ میلیونه ډالر مرسته غوښتې او هیله من دی، چې حکومت به یې افغانستان ته د بشري مرستې لاس ورکړي.