د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس دوحه کې د افغانستان لپاره د برتانیې له سفارت سرپرستې سره پر بشري مرستو خبرې کړي.

0
212

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس دوحه کې د افغانستان لپاره د برتانیې له سفارت سرپرستې سره پر بشري مرستو خبرې کړي.

10 مارچ جمعه 2023

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص په مشرۍ لوړ پوړي پلاوي په دوحه کې د افغانستان لپاره د بریتانيې سفارت له سرپرستې نصیرې اشرف او د پرمختیایي او سیاسي چارو له مسؤل جانتن تام سره پر بشري مرستو خبرې وکړې.

ناسته کې مولوي مطیع الحق خالص د بریتانیا د تېرو بشري مرستو مننه وکړه او ویې ویل “تېر ۴۰ کلن ناورین افغانان له فزیکي، روحي او اقتصادي پلوه سخت ځپلي، ځکه یې باید لا زیات لاسنیوی وشي او په شویو مرستو اکتفا ونشي”.

 

 

مولوي مطیع الحق خالص وویل “د افغاني سرې میاشتې د رواني ناروغانو د ساتنې مرکزونه ۴ ولایتونو کې فعال دي او هڅه مو ده دغه لړۍ نورو زونونو ته هم وغځوو”.

 

نوموړي وویل “د زړه د سوري په رنځ د اخته ماشومانو د ثبت او درملنې بهیر په چټکۍ روان دی، چې تر اوسه له افغاني سرې میاشتې سره ۲۴۷۴۳ ماشومان ثبت شوي، چې په کې د نیمایي درملنه شوې، خو دغه بهیر زیات لګښت ته اړتیا لري، چې د افغاني سرې میاشتې له توانه پورته کار دی؛ مونږ هیله من یو د بریتانیا په ګډون نړیوال په دې برخه کې د افغاني سرې میاشتې لاسنیوی او همکاري وکړي.

اړوند موضوعات

د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رئیس د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي او مل پلاوي سره کتلي.

 

 

آغلې اشرف ډاډ ورکړی چې بشري مرستې به دوامداره وي. هغې له افغاني سرې مياشتې سره همغږۍ او همکارۍ ته لېوالتيا ښودلې ده.

Leave a reply