د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رئیس د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي او مل پلاوي سره کتلي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رئیس د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي او مل پلاوي سره کتلي.
8مارچ چهارشنبه 2023
نن د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص، د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان ځانګړي استازي ښاغلي طارق علي بخیت، افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان استازی ښاغلي دوکتور محمد سعيد العياش او مل پلاوي ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست مولوي مطیع الحق خالص له ښاغلي طارق علي بخیت مننه وکړه، چې د افغانستان د بېوﺯله وګړو لاسنيوي ته يې پاملرنه کړې.
نوموړي د افغاني سرې مياشتې له لوري له پېښځپلو سره د مرستو ترڅنګ د سوالګرو له کورنیو سره د نغدي مرستو د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې او د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې برخو کې د اسلامي همکاریو سازمان د لاسنیوي غوښتنه وکړه.
نوموړي وویل “یادې درې برخې لوړ لګښتونه لري او افغاني سره مياشت په يوازې ځان نشي کولى دې بار ته دوامداره اوږه ورکړي؛ مونږ هیله من یو د اسلامي همکاریو سازمان زمونږ لاسنیوی وکړي”.
همدا ډول نوموړي وویل “افغاني سره میاشت هڅه کوي کونډو، معلولینو او بېوﺯلو کورنیو ته د حرفوي زده کړو له لارې کاري ﺯمينې چمتو کړي، خو دې برخو کې هم لاسنیوي ته اړتیا لري”.
د اسلامي همکاریو د سازمان ځانګړي استازي ښاغلي طارق علي بخیت په یادو درې برخو کې د همکارۍ ترڅنګ د افغاني سرې میاشتې په لاسنیوي کې د هر ډول همکارۍ ډاډ څرګند کړ او د مصنوعي غړو د یو مرکز په جوړښت کې یې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
اړوند موضوعات
ناسته کې دواړو لوريو په بشري مرستو، پرلپسې دوه اړخیزو غښتلو اړيکو او همکاريو ټينګار وکړ.