د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د مشر سره د همکاریو انلاین غونډه ترسره کړی.

0
86

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د مشر سره د همکاریو انلاین غونډه ترسره کړی.

6 فبروري 2023

 

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ټولنې د عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او افغانستان کې د ملي ټولنو د فدراسیون د مشر نیسفور مګندي تر منځ د ښې همغږۍ او تدارکاتي ستونزو د حل په موخه ګډه انلاین ناسته وشوه.

 

خبر زیاتوي چې په ناسته کې افغانستان کې د ملي ټولنو د فدراسیون نوی ټاکل شوی مرستیال هم معرفي شو.

اړوند موضوعات

افغاني سرې میاشتې فراه او ارزګان ولایتونو کې ۸۰۰ اړمنو کورنیو سره مرستې کړي.

 

ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل، چې  اړینه ده د افغاني سرې میاشتې او د ملي ټولنو د فدراسیون ترمنځ تدارکاتي چارې د یو میکانیزم له لارې په بنسټیزه توګه حل شي؛ ترڅو وکړای شو له دې وروسته بشري خدمات پر وخت او په ښه توګه ترسره شي.

Leave a reply