د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کابل والي سره پر امنیتي وضعیت خبرې اترې کړي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کابل والي سره پر امنیتي وضعیت خبرې اترې کړي.
16 مارچ پنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تیره ورځ په سپیدار ماڼۍ کې د کابل له والي شیخ محمد قاسم خالد سره وکتل.
په دې لیدنه کې مولوي خالد د کابل ولایت د امنیتي، ټولنیز او اقتصادي وضعیت په اړه معلومات ورکړل.
نوموړي وویل، د کابل امنیتي وضعیت ښه دی، د اداري اوامنیتي مسؤلینو چارې په همغږۍ مخته ځي او ولس د اسلامي امارت له مسؤلینو څخه راضي دی.
هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت مسؤولین هڅه کوي چې هېوادوالو ته د ارامۍ، سوکالۍ او آمن فضاء رامنځته کړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د نوموړي له معلوماتو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د هیواد جوړول، آبادول او امن راوستل د دولت او رعیت ګډ مسؤولیت دی.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال تیره ورځ د ګوجرو قوم له علماؤ او قومي مخورو سره لیدلي.
نوموړي د کابل والي ته د امنیت د تأمین لپاره یو شمېر لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.






