د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال تیره ورځ د ګوجرو قوم له علماؤ او قومي مخورو سره لیدلي.

0
171

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال تیره ورځ د ګوجرو قوم له علماؤ او قومي مخورو سره لیدلي.

15 مارچ چهارشنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن ورځ د یاد ریاست سیاسي مرستیال نن د مولوي دوست محمد خان او شیخ عطاءالله په مشرۍ د ګوجرو قوم له یو شمېر مشرانو او علمای کرامو سره ولیدل.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې د ګوجرو قوم د اسلامي نظام له ټينګښت او د مقدس جهاد پر بریالیتوب خوښي څرګنده او له اسلامي امارت سره يې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

یادو مشرانو او علمای کرامو په بېلابېلو برخو کې د خپل قوم ستونزې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک او زیاته یې کړه، د ګوجرو قوم د افغانستان له محرومو قومونو څخه دی، چې د وخت حکومتونو ورته پام ندی کړی.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال تیره ورځ د ننګرهار ولایت د شینوارو قوم له مخورو سره د هغوی د ستونزو د اوریدو په موخه کتلي.

 

سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د جهاد پر مهال د ګوجرو قوم له قربانیو یادونه وکړه وې ویل، اسلامي امارت به د ګوجرو قوم ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او کوښښ کوي چې نور په افغانستان کې محروم قوم او سیمه وجود ونه لري، له همدې امله اسلامي امارت د متوازن انکشاف لپاره کار کوي.

Leave a reply