د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال تیره ورځ د ننګرهار ولایت د شینوارو قوم له مخورو سره د هغوی د ستونزو د اوریدو په موخه کتلي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال تیره ورځ د ننګرهار ولایت د شینوارو قوم له مخورو سره د هغوی د ستونزو د اوریدو په موخه کتلي.
10 مارچ جمعه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د ننګرهار ولایت د شینوارو یو شمېر قومي مشرانو، علمای کرامو او ځوانانو سره وکتل.
یادو قومي مشرانو او علمای کرامو په افغانستان کې د اسلامي نظام پر ټینګښت خوښي وښوده او د هر راز همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
هغوی زیاته کړه، د اسلامي امارت پایښت د ولسونو ملاتړ او همکارۍ ته اړتیا لري او په دې برخه کې هر راز قربانۍ ته چمتو دي.
د شینوارو قومي مشرانو او علمای کرامو دغه راز د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره د خپلې سيمې ستونزې او وړاندیزونه هم شریک کړل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له شینوارو ولسونو څخه په مننې وویل، افغان ولس په تاریخ کې ثابته کړې چې د هیچا غلامي نه مني او د دوی په ملاتړ الحمدلله افغانستان نن د بشپړ اسلامي نظام څښتن دی.
مولوی عبدالکبير په دواړو جهادونو کې د شينوارو ونډه او مبارزه وستايله زياته يې کړه، اسلامي امارت هڅه کوي په ټولو برخو کې د ولس د ښېرازۍ لپاره اساسي کارونه وکړي.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال تیره ورځ د کور او ښار جوړولو وزارت له مرستیال سره کتلي.
د رياست الوزرا سياسي مرستيال د خپلو خبرو پای کې وويل، په ځينو برخو کې به ستونزې وي، خو موږ يې د رفع کولو لپاره هڅو ته دوام ورکوو او ډاډ يې ورکړ چې ستونزې به يې د حل په موخه اړوندو ادارو سره شريکې کړي.