د معاشاتو او تشکیلاتو کمیسیون غونډه کې د سترې محکمې او طبي شورا پر تشکیلاتو او بودجې بحث ترسره شوی.

0
166

د معاشاتو او تشکیلاتو کمیسیون غونډه کې د سترې محکمې او طبي شورا پر تشکیلاتو او بودجې بحث ترسره شوی.

12 مارچ یکشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسيون غونډه جوړه شوه.

 

په دې غونډه کې چې د معاشونو او تشکیلاتو د تنظیم کمېسیون پر غړو سربېره د سترې محکمې او د افغانستان طبي شورا باصلاحیته استازو هم حضور درلود.

 

یاده غونډه کې د ۱۴۰۲ کال د مالي پلان، بودجې او تشکیلاتو ترڅنګ د یادو ادارو د تېر کال کړنې او لاسته راوړنې وڅېړل شوې او په اړه یې هر اړخيز بحث وشو.

 

همداراز ټینګار وشو چې ادارې دې له تشکیلاتي پړسوب او وظیفوي تداخل ډډه وکړي او مسلکي برخو ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.

اړوند موضوعات

د تشکیلاتو او معاشاتو د تنظیم کمیسیون غونډه کې د کډوالو وزارت او ریل پټلۍ ادارې پر بودجه او تشکیلاتو بحث ترسره شوی.

 

په پای کې د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسیون د دغو ادارو د ۱۴۰۲ کال د تشکیل، بودجې او مالي پلان په اړه لازم تصمیمونه ونیول.

Leave a reply