د تشکیلاتو او معاشاتو د تنظیم کمیسیون غونډه کې د کډوالو وزارت او ریل پټلۍ ادارې پر بودجه او تشکیلاتو بحث ترسره شوی.

0
177

د تشکیلاتو او معاشاتو د تنظیم کمیسیون غونډه کې د کډوالو وزارت او ریل پټلۍ ادارې پر بودجه او تشکیلاتو بحث ترسره شوی.

6 مارچ دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غونډه نن ترسره شوه.

 

دې غونډه کې د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غړو او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او د ريل پټلۍ ادارې باصلاحيته استازو د ۱۴۰۲ کال تشکيل، بودجه او مالي پلان او د يادو ادارو د مخکېني کال کړنې او لاسته راوړنې وارزولې او هر اړخيز بحث يې پرې وکړ.

 

 

په دې غونډه کې ټينګار وشو چې ادارې دې د تشکيلاتي تورم او وظيفوي تداخل مخنيوی او مسلکي برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

اړوند موضوعات

د تشکیلاتو او معاشاتو د تنظیم کمیسیون غونډه کې د ځینو وزارتونو  او اداراتو په اړه بحث ترسره شو.

 

په پای کې د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون له لوري د يادو ادارو د ۱۴۰۲ کال د تشکيل، بودجې او مالي پلان په اړه لازم تصميمونه ونيول شول.

Leave a reply