د تشکیلاتو او معاشاتو د تنظیم کمیسیون غونډه کې د ځینو وزارتونو او اداراتو په اړه بحث ترسره شو.

د تشکیلاتو او معاشاتو د تنظیم کمیسیون غونډه کې د ځینو وزارتونو او اداراتو په اړه بحث ترسره شو.
4 مارچ شنبه 2023
د ریاست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ نن د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسيون غونډه کې د معاشونو او تشکیلاتو د تنظیم کمېسیون پر غړو سربېره د فوایدعامې او اقتصاد وزارتونو او د ملي احصائیې او معلوماتو ادارې باصلاحیته استازو هم حضور درلود.
یاده غونډه کې د ۱۴۰۲ مالي کال د مالي پلان، بودجې او تشکیلاتو ترڅنګ یې د یادو ادارو د تېر کال کړنې او لاسته راوړنې هم وڅېړلې او په اړه یې هر اړخيز بحث او خبرې وشوې.
همداراز ټینګار وشو چې ادارې دې له تشکیلاتي پړسوب او وظیفوي تداخل ډډه وکړي او مسلکي برخو ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.
اړوند موضوعات
په پای کې د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسیون د پورته ذکر شویو ادارو د ۱۴۰۲ کال تشکیل، بودجې او مالي پلان په اړه لازم تصمیمونه ونیول.






