د معاشاتو او تشکیلاتو تنظیم کمیټې د عدلیې او سرحدونو او قبایلو چارو وزارتونو د تشکیل او بودجې په اړه بحث ترسره کړی.
د معاشاتو او تشکیلاتو تنظیم کمیټې د عدلیې او سرحدونو او قبایلو چارو وزارتونو د تشکیل او بودجې په اړه بحث ترسره کړی.
3 مارچ جمعه 2023
د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غونډه پرون ترسره شوه.
دغه غونډه د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غړو او د عدليې او سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارتونو باصلاحيته استازو په ګډون ترسره شوه.
یاده غونډه کې د يادو ادارو د پخواني کال لاسته راوړنې او د ۱۴۰۲ کال بودجه او مالي پلان وارزول او هر اړخيز بحثونه پرې وشول.
په دې غونډه کې ټينګار وشو چې ادارې دې د تشکيلاتي تورم مخنيوی او مسلکي برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
اړوند موضوعات
په پای کې، د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون له لوري د يادو ادارو د ۱۴۰۲ کال د تشکيل، بودجې او مالي پلان په اړه لازم تصميمونه ونيول شول.