IRC: موږ د تور سمندر د غلو دانو د قرارداد د 60 ورځو تمدید څخه نا امید یو

IRC: موږ د تور سمندر د غلو دانو د قرارداد د 60 ورځو تمدید څخه نا امید یو

“د دواړو خواوو سره زموږ په خبرو کې، موږ د موافقې موده وغځوله چې د مارچ په 19 پای ته رسیږي.” په ورته وخت کې د مرستو د همغږۍ څانګه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره یا OCHA وايي، په افغانستان کې تر ۲۶ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او ملګري ملتونه به شاوخوا ۲۲ میلیونه خلکو ته مرستې ورسوي.

 

(2023 / 3 / 20    نېټه باغي ټلویزیون )

بشپړ راپور 

د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي، افغانستان او پنځه نور هېوادونه په نړۍ کې تر ټولو سختې قحطۍ سره مخ دي. دغه کمېټه په یوه خبرپاڼه کې وايي، له اوکراین څخه د غلو د لېږد تړون د ۶۰ ورځو لپاره تمدید شوی، خو دا ۶۰ ورځې ډېرې لنډې دي.

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «ملګري ملتونه باید په لوړه کچه عمل وکړي تر څو په هغو هېوادونو کې چې له خورا سختې قحطۍ سره مخامخ دي، د قحطۍ د مخنیوي لپاره کار وکړي.

افغانستان، سومالیا، یوټوپیا، شمال ختیځ نایجریا، جنوبي سوډان او یمن هغه هیوادونه دي چې په نړۍ کې تر ټولو سختې قحطۍ سره مخ دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل: د روسیې او اوکراین تر منځ د بندیانو په تبادله کې له جګړې وروسته تر ټولو مهم تړون، د غلو د لیږد د دهلیز تړون به نن پای ته ورسیږي.

اړوند موضوعات:

ملګرو ملتونو لۀ اوکراین نه د غلو دانو د صادراتو لۀ پیل نه هرکلی کړی دی 

“د دواړو خواوو سره زموږ په خبرو کې، موږ د موافقې موده وغځوله چې د مارچ په 19 پای ته رسیږي.” په ورته وخت کې د مرستو د همغږۍ څانګه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره یا OCHA وايي، په افغانستان کې تر ۲۶ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او ملګري ملتونه به شاوخوا ۲۲ میلیونه خلکو ته مرستې ورسوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *