ملګرو ملتونو لۀ اوکراین نه د غلو دانو د صادراتو لۀ پیل نه هرکلی کړی دی

له اوديسا بندره پرون په غلو بار يوې بېړۍ حرکت وکړ او ټاکل شوې چې نن به د ترکيې په استانبول کې لنګر واچوي. انتونيو ګوتريش په دې تړاو خپاره کړي يوه بيان کې ويلي چې له اوکراينه د غلو د صادراتو پيل د اوکراين، روسيې، ترکيې او ملګرو ملتونو ګډه لاسته راوړنه ده.
(2022 / 8 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتريش د اوکراين له اوديسا بندره د غلو د صادراتو له پيله هرکلی کړی دی.
له اوديسا بندره پرون په غلو بار يوې بېړۍ حرکت وکړ او ټاکل شوې چې نن به د ترکيې په استانبول کې لنګر واچوي. انتونيو ګوتريش په دې تړاو خپاره کړي يوه بيان کې ويلي چې له اوکراينه د غلو د صادراتو پيل د اوکراين، روسيې، ترکيې او ملګرو ملتونو ګډه لاسته راوړنه ده.
يادو څلورو لوريو له اوکراينه د ميليونونو ټنو غلو صادراتو ته د لارې هوارولو لپاره تېره مياشت يو تړون لاسليک کړ.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي ويلي، هيله لري چې دا لړۍ همداسې روانه وي او په نړۍ کې د خوړو د کمښت ستونزه ورسره هواره شي.