د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ایران له سفیر او مل هیئت سره پر روان وضعیت او د دواړو هیوادونو پر اړیکو خبرې کړي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ایران له سفیر او مل هیئت سره پر روان وضعیت او د دواړو هیوادونو پر اړیکو خبرې کړي.

18 مارچ شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن ورځ د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کابل د ایران سفیر حسن کاظمي قُمي، مرستیال یې حسین مرتضوي او مل پلاوي وکتل.

په دغه لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي امارت په وروستیو لاسته راوړنو، سیاسي پرمختګونو، تجارتي او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې او د ایران هیواد څخه یې مننه وکړه چې په ایران کې بند افغان زندانیان یې سلامي امارت ته وسپارل او لایې هم د سپارلو بهیر جریان لري.

 

دغه راز د ایران سفیر قُمي ډاډ څرګند کړ چې ایران لا زیاتو همکاریو ته ژمن دی.

 

ښاغي سفیر وویل: هیواد یې اماده دی چې افغاني محصولات او میوې په ښه قیمت وپیري او د زارعت د ودې په برخه کې له افغان بزګرو سره هر اړخیزې همکارۍ ترسره کړي.

اړوند موضوعات

د متحده عربي اماراتو د علماؤ یو لوړرتبه پلاوي بهرنیو چارو وزارت کې د اسلامي امارت له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړی.

 

همداراز په دې ناسته کې د ګڼو سیمیزو مسایلو او روانو جریاناتو سربېره د تجارت په وده او اورګاډي د پټلیو دغزولو په کار کي د چټکتیا په اړه تفصلي خبري وشوي .