سرپل ولایت کې د مقتول کورنۍ لخوا هغه قاتل ته بښنه وشوه چې سترې محکمې پرې د قصاص حکم صادر کړی و.

0
231

سرپل ولایت کې د مقتول کورنۍ لخوا هغه قاتل ته بښنه وشوه چې سترې محکمې پرې د قصاص حکم صادر کړی و.

 

17 مارچ جمعه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محمکمې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سرپل ولایت په مرکزي ستډیوم کې د سترې محکمې د یوه لوړ رتبه پلاوي په ترغیب د مقتول کورنۍ یوه قاتل ته چې درې ګونو محاکمو پرې د قصاص حکم صادر کړی و بښنه وکړه.

 

خبرپاڼه زیاتوي د جنت ګل په نوم دغه قاتل د ارسلان زوی د سرپل ولایت د سیدآباد ولسوالۍ فعلي اوسېدونکی و.

 

نوموړي د شرف الدین په نوم یو کس چې د خان آغا زوی او د سرپل ولایت د سیدآباد ولسوالۍ اوسېدونکی و، عمداً په قتل رسولی و.

 

دغه موضوع د اسلامي امارت محاکمو ته له راجع کېدو وروسته د اسلامي امارت د درې ګونو محاکمو (ابتدائیه، استیناف او تمیز) لخوا په ډېر دقیق ډول وڅېړل شوه چې د هرې محکمې لخوا پرې د قصاص حکم صادر شو.

اړوند موضوعات

ستره محکمه: ارزګان او بدخشان کې نیږدې په ۵۰ کسانو د بیلابیلو جرمونو په سبب شرعي حدود پلي شوي.

 

د مقتول کورنۍ او وارثینو د سترې محکمې د پلاوي او قاتل د کورنۍ د غړو یاده هیله ومنله او قاتل ته یې په خپله خوښه او رضا بښنه وکړه.

Leave a reply