د کورنيو چارو سرپرست وزیر د متحده عربي اماراتو د علماوو له پلاوي سره کتلي.

0
254

د کورنيو چارو سرپرست وزیر د متحده عربي اماراتو د علماوو له پلاوي سره کتلي.

 

17 مارچ جمعه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چي د یاد وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني د متحده عربي اماراتو څخه د علماؤ راغلي پلاوي سره کتلي.

 

یاده لیدنه کې د کورنیو چارو وزیر د اماراتو علماوو له پلاوي سره د هېواد په سياسي، اقتصادي او امنيتي برخو خبرې وکړې، په دغې ناسته کې دواړو لورو د دبۍ او افغانستان ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو په پراخېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه چې افغانستان د امنيت او اقتصاد په برخه کې غوره لاسته راوړنې لري.

 

همدار راز حقاني د اماراتو له لورې اسلامي امارت ته د دُبۍ قنسلګرۍ د سپارلو له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه: افغانستان سره تعامل د ګاونډیو، سیمې او ټولې نړۍ ته په ګټه دی.

 

هغوی چې غواړي افغانستان متروکه جزیره شي، تېروتنه کوي، ځکه چې  افغانستان څښتن لري او مونږ يې هغې ورځې ته نه پرېږدو چې زمونږ هېواد دې بيا ځلي له پامه وغورځي.

 

د کورنيو چارو وزير  زياته کړه، د افغانستان اوسنى اسلامي نظام له اقتصادي پلوه په خپلو کورنيو عايداتي سرچينو چلېږي او دا په داسې حال کې ده چې د مخدره توکو کښت او قاچاق صفر ته رسېدلى ده او په دغې برخه کې مبارزه روانه ده.

د علماؤ پلاوي عمر حبتور الدرعي وویل: اوږد مهاله هدف ته د رسېدو په برخه کې د نجونو د زده کړو تر څنګ ځینې نورې ستونزې هم شته چې مونز يې هواري ته سترګې په لاره یو.

 

ښاغلي عمر زیاته کړه:  افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې چې مونږکوم مثبت پيغامونه وليدل هغه به تر نوري نړۍ پوري هم رسوو.

 

یاد پلاوي د کورنیو چارو وزیر ته  له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې د همکاري ډاډ ورکړ او د افغانانو لاس نیوی یې خپل أخلاقي مکلفیت وګاڼه.

اړوند موضوعات

د متحده عربي اماراتو د علماؤ یو لوړرتبه پلاوي بهرنیو چارو وزارت کې د اسلامي امارت له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړی.

حقاني یاد پلاوي ته د نجونو د تعلیم په اړه وویل: د اسلام مقدس دین شرعي تعلیم پرنارینه او ښځینه مسلمان باندې فرض كړی او اسلامي امارت د ملت ټولو شرعي حقونو ته ژمن دی. تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم لګېدلی محدودیت دایمي نه دی.

Leave a reply