د اقتصادي کمیسیون غونډه کې د غور د سرب او جستو کان او د نوري فایبر لاین په اړه هر اړخیز بحثونه ترسره شوي.

0
272

د اقتصادي کمیسیون غونډه کې د غور د سرب او جستو کان او د نوري فایبر لاین په اړه هر اړخیز بحثونه ترسره شوي.

15 مارچ چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن ورځ د یاد ریاست د اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او د اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو.

په یاده غونډه کې پرېکړه وشوه چې د کانونو او پټرولیم وزارت د غور ولایت د سرب او جستو کان داوطلبۍ اړوند مجموعي راپور او د تصمیم نیونې معیارونه د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت او د اقتصادي کمېسیون غړو وزارتونو سره شریک کړي؛ څو د نهايي تصمیم نیونې په موخه له هر اړخیزې ارزونې وروسته د اقتصادي کمېسیون په راتلونکې ناسته کې پرېکړه وشي.

 

همدا راز په غونډه کې د افغانستان برېښنا شرکت لخوا د نوري فایبر لین په کرایې او اجارې ورکولو د اقتصادي طرحې په اړه تر هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د اقتصاد وزارت په مشرۍ د افغانستان برېښنا شرکت، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او افغان ټيلي کام شرکت استازي دې د نوري فایبر موضوع وڅېړي او راپور د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ته وړاندې کړي.

اړوند موضوعات

د افغان دولت اقتصادي کمیسیون غونډه کې د اقتصاد وزارت په مشرۍ کمیټې ته د ترانسپورټي ستونزو د څیړلو او ختمولو سپارښتنه شوی.

 

 

د غونډې په پای کې د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې د نوي کابل ښار جوړولو اړوند هغه ودانیزې پروژې چې ځمکې یې د قبالو د تضمین په شان د تصفیې قانوني اسناد ولري، د کور او ښار جوړولو وزارت کولای شي چې د دا ډول پروژو او چارو مربوطه اسناد د منظورۍ په موخه په مقطعي ډول اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي او له منظورۍ وروسته ته دې عملاً خلکو ته د کار اجازه ورکړي.

Leave a reply