د افغان دولت اقتصادي کمیسیون غونډه کې د اقتصاد وزارت په مشرۍ کمیټې ته د ترانسپورټي ستونزو د څیړلو او ختمولو سپارښتنه شوی.

0
105

د افغان دولت اقتصادي کمیسیون غونډه کې د اقتصاد وزارت په مشرۍ کمیټې ته د ترانسپورټي ستونزو د څیړلو او ختمولو سپارښتنه شوی.

 

15 مارچ چهارشنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن ورځ د یاد ریاست د اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او د اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو.

 

په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د اقتصاد وزارت په مشرۍ دې د ترانسپورټي ستونزو د حل په موخه جوړه شوې کمېټه دې د ترانسپورټ په سکټور کې شته ستونزې وڅېړي او خپل راپور دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

اړوند موضوعات

اقتصادي کمیسیون کانونو وزارت ته دنده سپارلې تر څو تخار کې دې د سرو زرو کان ازادې داوطلبۍ ته وړاندې کړي.

 

همدا راز د بې اسنادو موټرو د ګمرکي محصول پروسه او اړوندو چارو وخت د شته کړنلارې پر اساس د ۱۴۰۲ لمریز کال تر پایه تمدید شو.

Leave a reply