اقتصادي کمیسیون کانونو وزارت ته دنده سپارلې تر څو تخار کې دې د سرو زرو کان ازادې داوطلبۍ ته وړاندې کړي.

0
110

د اقتصادي کمیسیون کانونو وزارت ته دنده سپارلې تر څو تخار کې دې د سرو زرو کان ازادې داوطلبۍ ته وړاندې کړي.

2 فبروري 2023

تیره ورځ د افغانستان اسلامي امارت د ریاست ‌الوزرا اقتصادي معاونیت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وه چې د اقتصادی کمیسیون غونډه د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ترسره شوه.

 

په دې غونډه کې پرېکړه شوې، چې د کانونو او پټرولیم وزارت دې د تخار د چاه اب ولسوالۍ په سمتي سیمه کې د سرو زرو کان ازادې داوطلبۍ ته وړاندې کړي.

 

د کانونو او پټرولیم وزارت نن ورځ بیا پخپله یوه تازه خبرپاڼه کې د یاد کان د داوطلبۍ خبرتیا خپره کړې او ویلي چې په شرایطو برابر خلګ کولای شي دواطلبۍ ته خپلې فورمې وړاندې کړي.

اړوند موضوعات

اسلامي امارت د ټاپي پروژې د امنیت په اړه ویلي چې د هېواد بیارغونه او د اقتصادي زېربناوو احیا کول مو مسؤلیت دی.

 

دغه راز د اقتصادي کمېسیون له لوري د اوبو او انرژي وزارت ته سپارښتنه شوې تر څو له هندي کمپنۍ سره د ارغستان بند د جوړولو قرارداد د ملي تدارکاتو کمیسیون له لوري فسخه کړي او د یاد بند د سروې او ساختماني چارو کارونه دې د ازادې داوطلبۍ له لارې مخکې یوسي.

حماد

Leave a reply