اسلامي امارت د ټاپي پروژې د امنیت په اړه ویلي چې د هېواد بیارغونه او د اقتصادي زېربناوو احیا کول مو مسؤلیت دی.

0
386

اسلامي امارت د ټاپي پروژې د امنیت په اړه ویلي چې د هېواد بیارغونه او د اقتصادي زېربناوو احیا کول مو مسؤلیت دی.

21 جنوري 2023

 

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت، نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د ټاپي او نورو ملي پروژو د امنیتي چارو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د هېواد بیارغونه او د اقتصادي زیربناوو احیا کول د ځان مسئولیت ګڼي.

په اعلامیه کې ویل شوي دي: ټاپي پروژه چې د سیمې په کچه یوه مهمه اقتصادي پروژه ده او د پیل ابتکار یې هم د افغانستان اسلامي امارت د لومړۍ واکمنۍ پر مهال شوی، خو تکمیل یې پر افغانستان باندې د امریکايي اشغال له امله تر اوسه ځنډېدلی دی.

 

دغه راز د اعلامیې په بله برخه کې لیکل شوي چې د افغانستان اسلامي امارت له بیا ځل واکمنېدو سره په هېواد کې بشپړ امنیت تأمین شوی او د دې پروژې د پلي‌کېدو لپاره تر بل هر وخت اوس ښه فرصت برابر شوی، چې اسلامی امارت په دې اړه کوټلي ګامونه اخیستي دي.

 

 

اعلامیه زیاتوي: د افغانستان اسلامي امارت په هېواد کې د ملي پروژو امنیت ته خورا پاملرنه کوي او په هېواد کې د ټاپي پروژې د عملي چارو پیل‌کېدو لپاره بشپړ چمتووالی لري؛ یادې پروژې ته د هېواد د اقتصادي زېربنا د یوه مهم عنصر په توګه ګوري او د عملي چارو پیل یې د افغانانو لپاره یو ښه زېری بولي.

 

د اقتصادي معاونیت په اعلامیه کې راغلي چې څو ورځې وړاندې هم کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست مسئولینو د ترکمنستان له استازو سره د ټاپي پروژې د امنیت په موخه ناسته درلوده او دوی ته یې د ټاپي پروژې د بشپړ امنيت ټينګولو ډاډ ورکړی دی.

 

دغه معاونیت څرګنده کړې چې، د اړتیا په صورت کې اسلامي امارت چمتو دی، چې د دغې پروژې د امنیتي چارو ساتلو لپاره یو ځانګړی ځواک جوړ کړي.

 

په اعلامیه کې زیاته شوې ده: د افغانستان اسلامي امارت د هېواد بیارغونه او د اقتصادي زیربناوو احیا کول د ځان مسئولیت ګڼي او باور لري چې د سیمې سیاسي، امنیتي او اقتصادي ښېرازي د سیمې ټولو هېوادونو شریک مسئولیت دی او باید په ګډه اقدامات وکړي.

اړوند موضوعات

اسلامي امارت: موږ په ټولو هغو برخو کې همکارۍ ته ژمن یو چې زموږ له دیني اصولو او هېوادنیو ارزښتونو سره برابر وي.

 

اقتصادي معاونیت په ډاګه کړې چې د افغانستان اسلامي امارت له ګاونډیو، سیمې او د نړۍ له هېوادونو سره پر متقابلو ګټو او همکاریو ولاړو اړیکو غوښتونکی دی او د اقتصادي همکاریو په مجال کې ټولو ته د امنیت د ټینګښت په اړه خپله ژمنتیا څرګندوي.

Leave a reply