اسلامي امارت: موږ په ټولو هغو برخو کې همکارۍ ته ژمن یو چې زموږ له دیني اصولو او هېوادنیو ارزښتونو سره برابر وي.
اسلامي امارت: موږ په ټولو هغو برخو کې همکارۍ ته ژمن یو چې زموږ له دیني اصولو او هېوادنیو ارزښتونو سره برابر وي.
14 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې په اړه تازه څرګندونې کړي.
نوموړی وایي د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اندیښنې درک کوي؛ خو اسلامي امارت هڅه کوي، تر څو ټول امور د اسلامي شریعت په رڼا کې تنظیم کړي، ځکه د خپل دین او خلکو په وړاندې د مسؤلیت د احساس له امله نشي کولای، غیر شرعي اقداماتو ته په هېواد کې اجازه ورکړي.
نړیوالو سازمانونو او هېوادونو ته په کار ده چې زموږ د هېواد حالات او د ملت دیني غوښتنې درک کړي او نړیوال بشري موضوعات او انساني مرستې تر سیاسي موضوعاتو پورې ونه تړي.
اړوند موضوعات
ذبیح الله مجاهد: د اسلامي همکاریو سازمان باید له امارت سره نږدې تفاهم ولري
موږ په ټولو هغو برخو کې همکارۍ ته ژمن یو چې زموږ له دیني اصولو او هېوادنیو ارزښتونو سره برابر وي.