د افغان دولت رئیس الوزراء نن ورځ ارګ کې د نوي جامع جومات د جوړولو د بنسټ ډبره کیښوده.

0
123

د افغان دولت رئیس الوزراء نن ورځ ارګ کې د نوي جامع جومات د جوړولو د بنسټ ډبره کیښوده.

 

15 مارچ چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان دولت رئیس الوزرا ملا محمدحسن اخند نن له غرمې مخکې د ارګ نوي جامع جومات د بنسټ ډبره کېښوده.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې د ارګ نوي جامع جومات د بنسټ ډبرې اېښودو په مراسمو کې چې د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رئیس او مرستیالانو هم حضور درلود.

 

د یاد جامع جومات د بنسټ ډبره د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا ملا محمد حسن آخند کیښوده او ور پسې یې هر اړخیزه او جامع دعا وکړه.

 

د یادونې ده چې د ارګ نوی جامع جومات د شنې ساحې په ګډون په ۱۰۶۰ مترمربع ځمکه او د جومات ودانۍ په ۶۲۷ متر مربع ساحه کې له داخلي او وطني توکو لکه د هرات چشت شریف اوله درجه مرمرو، د هلمند رخامو او د میدان وردک ولایت تیږې، د کنړ او نورستان لرګیوڅخه جوړېږي.

 

د ارګ نوي جامع جومات تلخونه به کتابتون، د تدریس او لمانځه لپاره هم مناسب ځای ولري. د مرکز ګرمي ترڅنګ به د سړو او تودو اوبو اسانتیاوې او د برېښنا، اوبو، مرکز ګرمي، انټرنټ او غږیز سیستم لپاره یوه کنټرول خونه هم ولري.

اړوند موضوعات

د افغان دولت رئیس الوزراء د نوي کال د رارسېدو په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېنوه.

د ارګ دغه نوی جامع جومات چې یوه ګنبد او څلور منارې به ولري، تقریبا په یو کال کې به یې د جوړولو چارې بشپړې شي او په یو وخت به د ۱۵۰۰ لمونځ کوونکو د ځایولو ظرفیت ولري.

Leave a reply