د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين ننګرهار ته د سفر پر مهال مطبوعاتي کنفرانس ورکړی.

0
52

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين ننګرهار ته د سفر پر مهال مطبوعاتي کنفرانس ورکړی.

15 مارچ چهارشنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين مولوي محمد يونس راشد ننګرهار ولايت ته په خپل سفر کې د يو مطبوعاتي کنفرانس له لارې رسنيو ته د معلوماتو ورکولو ترڅنګ د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه هم ورکړل.

 

ياد کنفرانس د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست په ښوونيز مرکز کې ترسره شو، پکې د ځوانانو چارو معين وويل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معينيت د هېواد په کچه د ځوانانو د ښې راتلونکې لپاره هلې ځلې کوي، په همدې خاطر موږ خپله طرحه عاليقدر اميرالمؤمنين ته وړاندې کړې، د هغې له لوري موږ ته پوره اطمينان او ډاډ راکړل شوی، چې د ځوانانو د ښې راتلونکې لپاره به له ټولو ممکنه امکاناتو څخه کار واخيستل شي، څو زموږ ځوانان په تعليمي او تحصيلي ډګر کې د سيمې په کچه داسې وروزل شي، چې پرمټ يې زموږ دغه وران ويجاړ هېواد ودان او د خلکو د ژوندانه د سطحې د لوړوالي سبب وګرځي.

 

نوموړي وويل: له ماليې وزارته مو د افغانستان په بودجه کې د افغانستان ځوانانو لپاره د يو ځانګړي سهم غوښتنه کړې، چې د همکارۍ ډاډ راکړل شوی دی، که دغه بودجه منظوره شي، له مخې به يې ځوانانو لپاره په بېلابېلو برخو کې ښه امکانات برابر او هغه تشې، چې اوس موږ ورسره لاس او ګرېوان يو ډکې او د ځوانان ستونزې به هم تر ډېره کمې شي.

 

نوموړي زیاته کړه : زموږ د هېواد ځوانان بايد د غربيانو په پوچو تبليغاتو ونه غولېږي، د هېواد څخه د فرار پرځای بايد په خپل کور کې په نيمه ډوډۍ اکتفا وکړي او د نيمې ډوډۍ په قيمت دې خپل تعليم او تحصيل مخته يوسي.

اړوند موضوعات

ځوانانو چارو معین: اسلامي امارت د ځوانانو د تحصيلي او تعليمي برخې د پرمختګ لپاره ډېرې هر رنګه هلې ځلې کړي او کوي یې.

 

مولوي راشد د خبريالانو د هغې پوښتنې په ځواب کې، چې د ځوانانو لپاره په راتلونکې کې کومې برنامې لري، وويل: د هېواد په کچه يې د ۸۰۰ ځوانو رهبرانو د روزنې پروګرام په لاره اچولی، چې له روزنې وروسته به ياد رهبران په ټولو ولاياتو او ولسواليو کې د خپلو شوراګانو له لارې د حکومت استازيتوب کوي.

Leave a reply