ځوانانو چارو معین: اسلامي امارت د ځوانانو د تحصيلي او تعليمي برخې د پرمختګ لپاره ډېرې هر رنګه هلې ځلې کړي او کوي یې.
ځوانانو چارو معین: اسلامي امارت د ځوانانو د تحصيلي او تعليمي برخې د پرمختګ لپاره ډېرې هر رنګه هلې ځلې کړي او کوي یې.
15 مارچ چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين مولوي محمد یونس راشد ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د روښان لوړو زده کړو موسسې د محصلينو يوې غونډه کې ګډون وکړ.
د ننګرهار رسنیو دفتر د خبر له مخې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين مولوي محمد يونس راشد د ياد ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي نور محمد حنيف او نورو مسؤلینو په ملتيا په جلال آباد ښار کې د روښان لوړو زده کړو موسسې څخه د ليدنې ترڅنګ د يادې موسسې د غونډو په تالار کې د محصلينو په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.
د یادې مؤسسې رئیس فاتح ګل وويل: د روښان لوړو زده کړو موسسه، چې کلونه وړاندې تاسيس شوی، تر دا مهاله له ۵ پوهنځيو کې څخه شاوخوا ۳۰۰۰ تنه فارغين ورکړي او له ۳۰۰۰ پورته برحاله محصلين پکې په زده کړو بوخت دي، چې د ۹۲ استادانو له لوري يې تدريسي چارې پرمخ بېول کېږي، دوه روغتونونه، ۶۷ اداري او خدماتي پرسونل سربېره مجهز کتابتون او عصري لابراتوارونه لرو، چې زموږ د استادانو لخوا تر دې دمه ۱۴ علمي او تحقيقاتي څېړنې ترسره شوي، چې په نړيوالو ژورنالونو کې نشر شوي هم دي.
یاده غونډه کې د ځوانانو چارو معين له لوري ځوانانو ته د افغانستان اسلامي امارت د کړنو او پاليسۍ په اړه تفصيلي او هر اړخيزه معلومات ورکړل شو.
د ځوانانو چارو معين وويل: اسلامي امارت د ځوانانو د تحصيلي او تعليمي برخې د پرمختګ لپاره ډېرې هلې ځلې کوي او يوځل بيا ژمنه کوي، چې په دې برخه کې ټول هغه امکانات به په کار واچوي، څو زموږ نارينه او ښځينه وو ته د تعليم او تحصيل ښه زمينه برابره شي.
ده وويل: زموږ هېواد مسلکي او تعليمي يافته کسانو ته اړتيا لري، په دې برخه کې موږ ټول مسووليت لرو، چې د دولتي پوهنتونونو ترڅنګ خصوصي پوهنتونونه هم تقويه کړو او د ځوانانو ظرفيت لوړولو په برخه کې هغه نوي ميتودونه، چې د سيمې په کچه ځوانان ورته اړتيا لري په کور دننه ورته مهيا کړو.
اړوند موضوعات
د اطلاعاتو وزارت د ځوانانو چارو معين نوستان ولايت ته په رسمي سفر کې له ځوانانو سره لیدلي.
له پروګرام وروسته ورغلو مشرانو د روښان لوړو زده کړو موسسې او روغتون بېلابېلو برخو څخه ليدنه وکړه، چې موسسې د رئيس او مسوولينو له لوري ورته په هره برخه کې معلومات ورکول کېده.