د اطلاعاتو وزارت د ځوانانو چارو معين نوستان ولايت ته په رسمي سفر کې له ځوانانو سره لیدلي.

0
365

د اطلاعاتو وزارت د ځوانانو چارو معين نوستان ولايت ته په رسمي سفر کې له ځوانانو سره لیدلي.

13 مارچ دوشنبه 2023

د ځوانانو چارو معين مولوي محمد يونس راشد نورستان ولايت ته په خپل رسمي سفر کې د ياد ولايت له ځوانانو سره وليدل.

ياده غونډه کې د ځوانانو چارو معين، د نورستان والي حافظ محمد آغا حکيم، د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي سميع الحق حق او د نورستان ولايت ګڼ شمېر ځوانانو ګډون کړی وو.

 

د غونډې په جريان کې د نورستان والي د ځوانانو چارو معينيت د هڅو ستاينه وکړه، او ويې ويل چې د وياړ ځای دی چې دا مهال د نورستان ځوانان خپلې ستونزې مستقيم له معين سره شريکوي.

 

د ځوانانو چارو معين مولوي محمد يونس راشد په خپلو خبرو کې وويل، د يوه هیواد لپاره استقلال، امنيت، اقتصاد او د اسلامي عدالت پر اساساتو ولاړ نظام ضروري دی، او الله ﷻ دا هر څه موږ ته راکړي دي، نو اوس ځوانانو ته پکار ده چې د هيواد د پرمختګ لپاره کار وکړي.

اړوند موضوعات

 مسوولان وزارت اطلاعات و فرهنگ می گویند که وضعیت ساحات تاریخی لوگر نگران کننده است و باید بازسازی شود

 

د غونډې په پای کې د نورستان ولايت ځوانانو خپلې ستونزې او انديښنې شريکې کړې چې د ځوانانو چارو معين لوري ورسره د حل کولو ژمنه وشوه.

Leave a reply