د پکتیا رسنیو دفتر : پکتیا کې بې اسنادو موټرونو ته د اسناد ورکولو لړۍ پیل شوه.
د پکتیا رسنیو دفتر : پکتیا کې بې اسنادو موټرونو ته د اسناد ورکولو لړۍ پیل شوه.
12 مارچ يکشنبه 2023
د کورونیو چارو وزارت په لارښوونه د پکتیا امنیه قومدانۍ د ترافیکو مدیریت لخوا بې اسنادو (یو کیلي) موټرونو ته د اسناد ورکولو لړۍ د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شوه.
په دغه غونډه کې د پکتیا مرستیال والي مولوي انعام الله په ټول هیواد کې د بې اسنادو موټرونو لپاره د اسنادو ورکړې په لړۍ خوښي وښوده او دا یې د عایداتو په لاس راوړلو غوره سرچینه وبلله.
مرستیال والي هیوادوالو ته ډاډ ورکړ لکه څنګه چې د دولت نورې عایداتي برخې خوندي او شفافې دي د دغې برخې هم هیوادوالو ته د شفافیت ډاډ ورکووم.
هغه له هیوادوالو وغوښتل، چې د خپلو موټرونو لپاره اسناد واخلي څو د غیر قانوني کړنو مخه نیول شوې وي.
ورپسې د پکتیا امنیه قومندانۍ اداري مرستیال مولوي اسحاق د بې اسنادو (یو کیلي) موټرونو ته د اسنادو ورکړې په موخه هر اړخیزې خبرې او معلومات وړاندې کړل.
اړوند موضوعات
د ترافیکو عمومي ریاست د یوه کیلي ښي لاس موټرو ته درې کلن پلېټونه او جوازونه ورکوي.
نوموړي وویل:دا چې د کورنیو چارو وزارت لخوا بې اسناده موټرونو ته د اسنادو ورکړه پیل شوه یو نیک اقدام دی، د اسنادونو ورکړه د ولس لپاره ډیر سهولتونه رامنځته کوي ورسره د امنیتي ستونزو مخنیوی هم کیږي او ورسره به د دولت بودیجې ته یو څه اندازه عاید هم جمع کیږي.