د ترافیکو عمومي ریاست د یوه کیلي ښي لاس موټرو ته درې کلن پلېټونه او جوازونه ورکوي.

د ترافیکو عمومي ریاست د یوه کیلي ښي لاس موټرو ته درې کلن پلېټونه او جوازونه ورکوي.

11 مارچ شنبه 2023

د ترافیک پولیسو عمومي رییس، پاسوال حسیب الله مختار نن ورځ د حکومت د رسنیو مرکز کې یوې خبرې غونډې کې وویل: وروستیو درې لسیزو کې یوه کیلي ښي لاس وسایط په ناقانونه ډول هېواد ته را وارد شوي چې دې چارې په ترافیکي نظام او ښاري نظم کې زیاتې ستونزې رامنځته کړي دي.

 

د نوموړي په خبره، د ترافیکي نظم ښه والي، جنایي جرمونو کچې کموالي او د هېواد اقتصاد پیاوړتیا په خاطر، د اسلامي امارت کابینې د پرېکړې له مخې، یوه کیلي (ښي لاس) وسایطو ته درې کلن پلېټونه او جوازونه ورکول کېږي.

 

د ترافیک پولیسو عمومي رییس زیاته کړه: په مرکز او ولایتونو کې د وسایطو د ثبتولو مرکزونه فعال شوي او د یوه کیلي ښي لاس وسایطو ثبتېدو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې شوي دي.

 

دغه راز ښاغلي مختار وویل: د روان کال د کب په شلمه، په ټول هېواد کې د یوې کیلي ښي لاس وسایطو د ثبتولو بهیر پیلېږي او له هېوادوالو نه مې غوښتنه داده چې خپل وسایط ثبت کړي.

اړوند موضوعات

اسلامي امارت: تیرو ۸ میاشتو کې د ترافیکي پیښو له کبله ۷۰۰ تنه مړه او زر تنه نور ټپیان شوي دي.

 

د ترافیک پولیسو عمومي رییس ټینګار وکړ، چې که متصرفین په راتلونکو درې میاشتو کې خپل نقلیه وسایط ثبت نه کړي، نو وسایط یې ضبطېږي او له متصرفینو سره یې قانوني چلند کېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载