اسلامي امارت: تیرو ۸ میاشتو کې د ترافیکي پیښو له کبله ۷۰۰ تنه مړه او زر تنه نور ټپیان شوي دي.

0
49

اسلامي امارت: تیرو ۸ میاشتو کې د ترافیکي پیښو له کبله ۷۰۰ تنه مړه او زر تنه نور ټپیان شوي دي.

22 نومبر 2022

 

د اسلامي امارت چارواکي وايي، په تېرو ۸ میاشتو کې د ترافیکي پېښو له کبله په ټول هېواد کې ۷۰۰ کسان مړه شوي او څه باندې ۱۰۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

 

رسنیو د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو ریاست په حواله راپور ورکړی، چې په مړو شویو کسانو کې ۷۲ ښځې او ۱۸۲ ماشومان دي.

 

راپور کې راغلي په دې موده کې یوازې ۳۰۰ ترافیکې پېښې په کابل ښار کې شوې دي.

اړوند موضوعات

سیهون شریف کښې ترافیکي پیښه شوې، ۲۰ کسان چې پکښې ماشومان هم شامل دي مړه او ۱۳ کسان ژوبل شوي دي

تیره اونۍ د کابل او کندهار پر لار بغلان کې دوه ترافیکي پیښې رامنځته شوې، چې له امله ۲۰ تنه مړه او تر ۵۰ ټپیان شوي پکې.

Leave a reply