د ملي دفاع وزارت په انګړ کې د هیواد دښېرازۍ په موخه د نیالګيو کېنولو کمپاين وشو.
12 مارچ یکشنبه 2023
د ملي دفاع وزارت په انګړ کې د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین او د لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان د هیواد د ښېرازۍ لپاره نیالګي کښېنول.
د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین د قطعاتو او جزوتامونو مسؤلینو ته هدایت ورکړ چې د خپل هیواد د ښېرازۍ لپاره یو یو نیالګی کېنوئ.
اړوند موضوعات
همدا راز د لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان پخپل پیغام کې وویل: دا هیواد به موږ او تاسو پخپله جوړوو بل هیڅوک يې نه راته جوړوي او د اسلامي اردو هر فرد ته يې سپارښتنه وکړه چې یو نیالګی د ځان لپاره او یو د هیواد لپاره کېنوي تر څو راتلونکی سپرلی د هيواد د زرغونتيا مثال جوړ شي.










Leave a Reply