مکسیکو په دغه هېواد کې د افغان کډوالو نوې څپه اعلان کړه

0
242

مکسیکو په دغه هېواد کې د افغان کډوالو نوې څپه اعلان کړه

یوازې د روان کال په جنورۍ میاشت کې له همدې لارې ۴۱۰ افغان کډوال امریکا ته تللي وو. د CNN د راپور له مخې، د مکسیکو د پناه غوښتنې دفتر اعلان وکړ چې د جنورۍ په میاشت کې، په مکسیکو کې د 13,000 کسانو څخه چې د پناه غوښتنه یې کړې، 430 یې افغانان دي.

 

(2023 / 3 / 10  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د مکسیکو چارواکو اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو شمېر په بې ساري ډول زیات شوی دی. دغه پناه غوښتونکي په مکسیکو کې د پاتې کیدو اراده نه لري. ځکه د دوی وروستی منزل د دغه هیواد ګاونډی امریکا ده.

یوازې د روان کال په جنورۍ میاشت کې له همدې لارې ۴۱۰ افغان کډوال امریکا ته تللي وو. د CNN د راپور له مخې، د مکسیکو د پناه غوښتنې دفتر اعلان وکړ چې د جنورۍ په میاشت کې، په مکسیکو کې د 13,000 کسانو څخه چې د پناه غوښتنه یې کړې، 430 یې افغانان دي.

اړوند موضوعات:

د راپورنو له مخې، امریکا په تېره میاشت کې مکسیکو سره پر پوله ۲۱۰ زره ناقانونه کډوال نیولي دي

که څه هم دا د لاتینې امریکا له هېوادونو څخه د کډوالو د لویې څپې په پرتله چې امریکا ته د تګ اراده لري، لوی شمېر نه دی، خو دا په دغه هېواد کې د افغان کډوالو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی ښيي. دغه پناه غوښتونکي د قاچاقبرانو په مرسته امریکا ته داخلیږي.

Leave a reply