د راپورنو له مخې، امریکا په تېره میاشت کې مکسیکو سره پر پوله ۲۱۰ زره ناقانونه کډوال نیولي دي

0
65

د مالوماتو پر بنسټ، تېر کال په همدې میاشت کې د امریکا سرحدي پولیسو ۱۶۹ زره کډوال د مکسیکو سره په ګډې پولې نیولي و چې غوښتل یې امریکا ته په غیرې قانوني توګه را واوړي خو سږ کال پکې ۲۴ په سلو کې ډیروالی راغلی.

(2022 / 4 / 17  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

دغه شمېر کسان هغه مهال نیول شوي، چې غوښتل یې له مکسیکو څخه په ناقانونه توګه امریکا ته واوړي.

د امریکايي چارواکو په خبره، دا په تېرو دوو لسیزو کې لومړی ځل دی چې دومره شمېر کډوال په سرحدي سیمو کې نیول کېږي.

د مالوماتو پر بنسټ، تېر کال په همدې میاشت کې د امریکا سرحدي پولیسو ۱۶۹ زره کډوال د مکسیکو سره په ګډې پولې نیولي و چې غوښتل یې امریکا ته په غیرې قانوني توګه را واوړي خو سږ کال پکې ۲۴ په سلو کې ډیروالی راغلی.

هر کال په زرګونو کسان د ښه ژوند په تمه د مکسیکو له سرحده څخه امریکا ته په غیرقانوني ډول اوړي.

Leave a reply