د ایران د بهرنیو چارو وزیر: په افغانستان کښې ترهګري او داعش د تهران او انقرې ګډه اندیښنه ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: په افغانستان کښې ترهګري او داعش د تهران او انقرې ګډه اندیښنه ده
د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: له ترهګرو سره د مبارزې په لړ کښې د دواړو هېوادونو ترمېنځ په لوړه کچه امنیتی ملګرتیاوې شتون لری او مونږ د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کښې د هر ډول ترهه ګرو اقداماتو په وړاندې د مشروع دفاع لپاره د ترکیې د حق ملاتړ کوو.
(2023 / 3 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر له خپل ترک سیال سره د ترهه ګرۍ په باره کښې د خبرو اترو اعلان وکړ.
حسین امیرعبداللهیان په انقره کې له مولود چاوش اوغلو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل: موږ له ترورېزم سره د مبارزې، د عراق له کردستان سیمې څخه د ترورېزم او له افغانستانه د داعش د رامنځ ته کېدو په اړه خبرې وکړې، زموږ له ګډو اندېښنو څخه دي.
د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: له ترهګرو سره د مبارزې په لړ کښې د دواړو هېوادونو ترمېنځ په لوړه کچه امنیتی ملګرتیاوې شتون لری او مونږ د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کښې د هر ډول ترهه ګرو اقداماتو په وړاندې د مشروع دفاع لپاره د ترکیې د حق ملاتړ کوو.
اړوند موضوعات:
حسین امیرعبداللهیان وویل: “موږ باور لرو چې د ښه یا بد تروریزم په څیر هیڅ شی شتون نلري.”






