حکمتیار افغانستان کې د هند، روسیې، او ایران له خوا د ا.ا. د مخالفو ډلو د ملاتړ په اړه اندېښنه ښودلې ده 

0
180

حکمتیار افغانستان کې د هند، روسیې، او ایران له خوا د ا.ا. د مخالفو ډلو د ملاتړ په اړه اندېښنه ښودلې ده 

همدارنګه ښاغلي حکمتیار وویل، ټول شموله حکومت هغه ایتلافي حکومت دی چې د افغانستان خلکو په تېرو شلو کلونو کې تجربه کړی او په کار نه دی. هغه وویل چې په افغانستان کې شته ستونزې به د بین الافغاني خبرو له لارې حل شي.

(2022 / 11 / 19    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، اندېښنه لري چې روسیه، ایران او هند به په افغانستان کې له طالبانو سره د مخالفو ډلو ملاتړ وکړي.

د حزب اسلامي مشر دغه څرګندونې پرون د عقرب د مياشتې په ٢٧مه د جمعې د لمانځه په خطبه کې وکړې او زياته يې کړه چې دغو هېوادونو په افغانستان کې د امريکا د شتون لپاره د زمينې د برابرولو تر وخته پورې له ط.البانو سره د مخالفو ډلو ملاتړ کاوه.

همدارنګه ګلبدین حکمتیار وویل، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه د مسکو په ناسته کې د ګډون کوونکو هېوادونو اندېښنه مبالغه ده او په دې برخه کې هېڅ ثبوت نشته.

اړوند موضوعات:

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین لویدیځ استخبارات د طالبانو مخالفو ډلو پر ملاتړ تورن کړي دي.

Leave a reply