د پي ټي آیی مشر فواد چوهدري وایی چې مونږ تيار یو، عمران خان به نن راولپنډۍ ته د رسېدو لپاره خلکو ته بلنه ورکوي

0
84

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان تحریک انصاف مشر فواد چوهدري ویلي، عمران خان به نن راولپنډۍ ته د رسېدو پر مهال خلکو ته بلنه ورکوي.

د پاکستان تحریک انصاف لانګ مارچ چې له لاهوره پیل شوی و، پرون جهلم ته رسېدلی او د اسلام اباد هايي کورټ چيف جسټس جسټس عامر فاروق د پي ټي ايي وکيل ته ويلي چې په اسلام اباد کې د جلسې او دھرنې لپاره دې ضلعي انتظاميې ته نوې غوښتنلیک ورکړل شي.
د نهې په ورځ د راولپنډۍ د پوليسو لوړ پوړو افسرانو د روات دوره کړې وه او د پي ټي آئي د لانګ مارچ د اجازې پرته پنډي ته د ننوتلو د مخنيوي لپاره يې د انتظاماتو کتنه کړې وه.
اوس په دې لړ کې فواد چوهدري په سوشل ميډيا يو بيان جاري کړى اؤ وئيلي يې دي چې دحقيقي ازادۍ مارچ دوهمه مرحله به له روات څخه راولپنډۍ ښار ته رسيږي.

فواد چوهدري وويل شاه محمود قريشي او اسد عمر ددغه شاندار کمپاين څارنه کوله، نن به دواړه قافلې په روات کې ملاقات کوي.

د تحریک انصاف مشر زیاته کړه چې وروستۍ مرحله راغلې ده، تیار اوسئ، عمران خان به نن راولپنډۍ ته د رسېدو لپاره خلکو ته بلنه ورکوي.
………………………

Leave a reply