د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین لویدیځ استخبارات د طالبانو مخالفو ډلو پر ملاتړ تورن کړي دي.

0
63

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین لویدیځ استخبارات د طالبانو مخالفو ډلو پر ملاتړ تورن کړي دي.

15 اکتوبر 2022

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین لویدیځ استخبارات د اسلامي امارت د مخالفو ډلو پر ملاتړ تورن کړي دي.

پوتین په قزاقستان کې د آسیا اړیکو او باور جوړونې په سرمشریزه کې ویلي، چې لویدیځې استخباراتي کړۍ په ځانګړي توګه امریکایان او بریتانويان د طالبانو  پر ضد جوړښتونه لمسوي، چې موخه يې ترې د یو شمېر هېوادونو پر پولو بریدونه دي.

 

پوتین زیاته کړې، دوی له دغو اړوند خطرونو او ګواښونو خبر دي نو له همدې کبله د طالبانو له مشرتابه سره خپلې اړیکې خوندي ساتي.

اړوند موضوعات

پوتین: ا.ا سره اړیکې لرل اړینې دي 

 

نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې د یوې بلې کورنۍ جګړې مخنیوی د منځنۍ آسیا هېوادونو په ګټه دی. په دې کتنه کې د روسیې ولسمشر په نړۍ او سیمه کې د پېچلو حالاتو له په پام کې نیولو سره د منځنۍ آسیا او روسیې ترمنځ د همکاریو پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.

Leave a reply