د بهرنیو چارو سرپرست وزیر افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي او مل پلاوي سره کتلي.

0
120

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي او مل پلاوي سره کتلي.

9مارچ پنشنبه 2023

 

په افغانستان کي د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت، د یاد سازمان سفیر محمد سعید عبدالله آل عیاش او ورسره مل پلاوي کندهار ته سفر وکړ او پرون یې د کندهار ولایت مقام کي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.

 

په پيل کي د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي تر ښه راغلاست وروسته وویل؛ اسلامي امارت د اسلامي همکاریو سازمان او اسلامي هیوادو سره ځانګړی اړیکي غواړی، ترڅو په سیاسي، اقتصادي او اجتماعي برخو کي رغنده تعامل ته ورسیږو.

 

ښاغلي متقي زیاته کړه؛ چي افغانستان کي خورا ښه فرصت را منځ ته شوی تاسي نن وینی چي ټول هیواد کي ارامه فضاء او مثالي امن دی.

 

نوموړي وویل هیله مو داده چي د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره په بېلابیلو برخو کي مرستي وکړي، اسلامي نړۍ او افغانستان تر منځ د ښو اړیکو په برخه کی لازیات رول ولوبوي.

 

ورپسې په افغانستان کي د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت لومړی د اسلامي امارت د میلمه پالني مننه وکړه او د افغانستان وضعیت یې مثبت و ارزاوه .

اړوند موضوعات

د پوهنې وزارت سرپرست افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو ځانګړي استازی او مل پلاوي سره کتلي.

 

 

طارق علي بخیت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته ډاډ ور کړ، چي نږدې راتلونکي کي به یو شمېر بنسټیزي پروژې د افغانستان په بېلابیلو ولایتونو کي عملاً پيل سي، چي په همدې موخه به یو ځانګړی مسلکي پلاوی هم افغانستان ته راسي او دلته به لومړی په بېلابیلو برخو کي اړتیاوي معلومي کړي او بیا به له افغانانو سره وخت پر وخت بشري مرستي کوي.

Leave a reply