د پوهنې وزارت سرپرست افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو ځانګړي استازی او مل پلاوي سره کتلي.

0
305

د پوهنې وزارت سرپرست افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو ځانګړي استازی او مل پلاوي سره کتلي.

8 مارچ چهارشنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر مولوي حبیب الله آغا د افغانستان لپاره د اسلامي همکاريو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخيت او مل پلاوي سره لیدلي.

د اسلامي همکاریو سازمان استازي د پوهنې له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي، چې د اسلامي همکاریو سازمان د دیني ورورګلوۍ له مخې په هر ډول شرایطو کې د افغانانو ملاتړ کوي.

 

د پوهنې سرپرست وزیر د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي او مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل چې په ټول هېواد کې نږدې ۲۰ زره ښوونځي او ۱۳ زره مدرسې فعاليت لري او شاوخوا لس میلیونه زده‌کوونکي په زده‌ کړو پکې بوخت دي.

اړوند موضوعات

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او مل پلاوي د پوهنې وزارت له سرپرست سره کتلي او د انجونو د زده کړو په اړه غږیدلي.

 

همدا راز د اسلامي همکاریو سازمان وایي په دې لیدنه کې مولوي حبیب الله اغا ویلي وزارت یې د نجونو د زده کړو لپاره د خوندي چاپیریال پر منځته راوړلو او د تعلیمي نصاب پر بیاکتنې کار کوي.

Leave a reply