د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او مل پلاوي د پوهنې وزارت له سرپرست سره کتلي او د انجونو د زده کړو په اړه غږیدلي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او مل پلاوي د پوهنې وزارت له سرپرست سره کتلي او د انجونو د زده کړو په اړه غږیدلي.
25 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تیره ورځ د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال مارتين ګریفتس د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر مولوي حبیب الله آغا سره ولېدل.
نوموړي د ليدنې په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې به تل پاتې او غير مشروطې وي، سیاسي تعاملات به هېڅکله د یادو مرستو بهير ټکنی نه کړي.
نوموړي د انجونو د زده کړو په اړه خپلې اندیښنې شریکې کړې او وی غوښتل چې اسلامي امارت باید زر تر زره د انجونو د ښوونځیو دروازې پرانیزي.
اړوند موضوعات
د پوهنې سرپرست وزير په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې ښوونیز فعاليتونه وستايل او ژمنه یې وکړه چې د پوهنې وزارت به په خپل ټول توان سره هڅه کوي تر څو نړیوالو خیریه بنسټونو ته د فعالیت ټولې اسانتیاوې چمتو او په دې برخه کې د یو همغږي کوونکي او تسهيل کوونکي جهت رول ولوبوي.






